د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه

غزل

نن نګار وماته راکړ دیارې خط

وې ئې واخله دامې دی ددلدارې خط

دغماز له دوراهیه ترهه وکړه

ځای به بایلي دمکار په جوارې خط

چیرې نه وي چې  یې څیرې په غفلت کړې

تل ئې لوله په تمیز په هوښیارې خط

په مدت سره به ستا انجام ته رسي

اسان کله دی دا ستا دریبارې خط

دغفلت له خوبه پاڅه بیداري کړه

تل وتاته سپارلې دبیدارې خط؟

برابر دخط په حکم قدم کیږده

که ته غواړې په عقبی دنامدارې خط

له میزانه که امان غواړی رحمانه

تل خو لوله  په ډیر عجز په زارې خط

د شاعر نور شعرونه ←