د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دارواښاد عبدالرحمن بابا شعرونه

غزل

که دا ستا د خاطر مينه په اغيـــــــــــار وي
ستا د پاره دې اغيار هم زمـــــا يـــــــار وي

هر سړئ چې په يو مخ بانـــــــدې مئين وي
له يوه مخه ئــــــــې ســـــــــل مخه پکار وي
هر چې کــــــــــانـــــــدي نوکري د پاچاهانو
خواه مخواه به د دربانو مــــــــــنت بــار وي
زه با ستا له رقيبانو څه مـــــــانـــــــه کـــــړم
دا دستور دی چې له ګُله سره خــــــــــار وي
څو سل خاره ئې ښخ نه شي په ټټـــــــــر کې
کله وي چې د بُلبُل و ګُــــــــل تـــــــه لار وي
سجاده به د ســــــــاقــــــــي د لارې فرش کا
هر صوفي چې د سرو سترګو خــريدار وي
په جذبه د عاشقــــــۍ بـــــــه ليــــــونئ شي
کـــه په قطع افلاطون غوندې هوښيار وي
پـــــــــه رحمان باندې به هېڅ ملامت نه کا
هر ســـــــړئ چــــې ستا له مخه خبردار وي

د شاعر نور شعرونه ←