د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

46 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه

رحمت شاه "سائل"  د امين ګل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.

د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.

۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.

۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.

۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو  ټولګه.

۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.

۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې  ـــ د شعرونو ټولګه.

۶- آخري سندره  ـــ د لنډو کیسو ټولګه.

۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.

۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.

۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.

له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه

د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

 غزل

لکه د اوښکې زړه ژور نه لري داسې موجونه سمندر نه لري تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟ دلته خو څوک داسې هنر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

څلوریزه

څلوریزه ستا د حسن د اسمان انګړ خالي شو ستا د خال د خندا ستوری پکې نشته پښتونخواه شوه دهاړ سره غرمه سائله د ګلـــونو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

 غزل

شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که مري دې د مخ سره جانانه اور پکښې پیدا که زړه مې یو ریدی دی ،لاله زار…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

چې په خندا ورته

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشيچېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

ط§ظˆط³ ظ‡ظ طھط±ط®ې ط³طھط±ګې

ط§ظˆط³ ظ‡ظ… طھط±ط®ې ط³طھط±ګې ط®ظˆږې ط³ط§طھظˆ ط§ظˆط³ ظ‡ظ… طھط±ط®ې ط³طھط±ګې ط®ظˆږې ط³ط§طھظˆ ط³طھظ€ظ€ظ€ط§ ط¯ ظٹط§ط¯ظˆظ†ظˆ ظ‡ظ€ظ€ظ€ظ€ط¯ظٹط±ې ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھظˆ ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆظ†ږ  ط¯  ظˆظپظ€ظ€ط§  ط§ظˆ  ظ…ط­ظ€ظ€ظ€ط¨طھ  ظ„ط§ط±ې ط³ظ€ظ€طھط§ ط¯…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

پښتون يمه

خوښ د پښتونخواه په ميکتون يمه ............................پښتون يمه خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه ..........................پښتون يمه                                                             * * * ته په سور…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

زما په دواړو اوږو

زما په دواړو  اوږو  ناستو پرښتو وليکئزما په سر  که څه ليکئ نو په  پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئد…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

غــــــزل

چې د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسيد دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسيلا په کابل کې پابندي ده د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

کــــــــابـــــــــل

  ما لا کابل لیدلی نه دی ،ما کابل ونه لیدخو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونود ښاپېریو ښار دی زما د مینې د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

اغــــــــاز

دوينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کنه سترګې دې  ډکې شوې په بله اوړي کاسه راواخلم شراب جوړ کړم…

بشپړ شعر ولولئ ←