افغان ښځینه سوداګرې: له مالي ملاتړ او بازار پرته د کاروبار پراختیا ګرانه ده

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه سوداګرې او متشبثې وايي، که څه هم لازم مهارتونه او کاري تجربه لري، خو د پانګې، وسایلو او مناسب بازار نشتوالي یې د کاروبارونو د پیل او پراختیا مخه نیولې ده. دوی ټینګار کوي چې د خپلو تولیداتو د پلور لپاره محدود فرصتونه هم د فعالیتونو دوام ستونزمنوي.
په کابل کې د غالۍ اوبدلو د یوې کارخونې مسووله فاطمه جعفري وايي، د دودیزو وسایلو کارول او د امکاناتو کمښت د دوی د کار بهیر ورو کړی دی. نوموړې، چې پنځه کاله کېږي په دې برخه کې فعالیت کوي، وایي عصري تجهیزاتو، مالي ملاتړ او باوري برېښنا ته اړتیا لري.
جعفري زیاتوي، په کابل کې د برېښنا کمښت حتی د یخچالي وسایلو د ورځني کار مخه نیسي. د هغې په وینا، که د لمریزې برېښنا سیستم او نوې وسایل برابر شي، د تولید سرعت به لوړ او اوبدونکو ته به کاري اسانتیاوې زیاتې شي؛ خو د دې لپاره مالي ملاتړي ته اړتیا لري.
په هرات کې یوې ښځې، چې د ښکلا او سینګار په برخه کې تجربه لري، ویلي چې د پانګې د نشتوالي له امله یې خپل پلان شوی کلینیک نهدی پیل کړی. هغې غوښتل د پوستکي د درملنې، لېزر او مخ پاکولو وسایل له ایران څخه راوړي، خو وايي د کاروبار د پیل لپاره حتا لومړنۍ نغدي سرچینې هم نهلري.
د محصولاتو د پلور بازار هم د ښځینه متشبثو له مهمو ستونزو څخه دی. په بلخ کې یوه ښځینه تولیدوونکې، چې د غوړو ډوډیو، کېکونو او کلچو په جوړولو بوخته ده، وايي رسمي جواز لري، خو د خلکو د کم پېرلو توان د هغې پر خرڅلاو اغېز کوي. نوموړې وایي تولید لري، مګر د خپلو محصولاتو لپاره مناسب او ثابت پلورځای نهلري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې له اوو سلنې څخه کمو ښځو بانکي حساب یا د موبایلي پیسو خدمتونو ته لاسرسی لري. د اعلامیې له مخې، ډېری ښځینه کاروبارونه پر شخصي سپما، له خپلوانو او ملګرو پور اخیستو یا د شتمنیو پر پلور تکیه کوي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي مشرې فرېبا نوري مخکې ویلي وو چې ښځینه سوداګرې له مالي سرچینو، کورنیو او بهرنیو بازارونو او د پراختیا له اړینو امکاناتو سره مخ دي. هغې ویلي، ځینې ښځې له انلاین بازارموندنې ګټه اخلي، خو نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی لا هم جدي ستونزه ده.
UNDP او UN Women اعلان کړی چې د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره به د افغانستان د ښځو د دوامدارو کاروبارونو صندوق له لارې د یوه کال په موده کې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځې تر پوښښ لاندې راولي. د دې پروګرام بودجه ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر ښودل شوې او مالي مرسته، د مالي او ډیجیټلي سواد زدهکړه، مشورې، سوداګریزه پلانجوړونه او بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې به پکې شاملې وي. د ښځو د سوداګرۍ خونې په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي جواز لرونکو ښځینه سوداګرو شمېر شاوخوا لس زرو ته رسېدلی او نږدې سل زره نورې ښځې په دودیزو اقتصادي فعالیتونو بوختې دي.