زاړه افغانۍ د خلکو ورځنۍ راکړه ورکړه ستونزمنوي؛ د ډیجیټلي تادیاتو د پراخېدو غوښتنه

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، زاړه، څېرې شوي او رنګبايللي بانکنوټونه یې په ورځنیو راکړو ورکړو کې له ستونزو سره مخ کوي. د دوی په خبره، ځینې دوکانداران، ټکسيچلوونکي او پېرېدونکي داسې افغانۍ نه مني او د یوه کس پیسې د بل کس په لاس کې د بېارزښته کاغذ بڼه غوره کوي.
په بازارونو کې تر ډېره راکړه ورکړه په نغدو پیسو ترسره کېږي، نو د خلکو په وینا د بانکنوټونو خرابوالی د پېر او پلور پر مهال پرلهپسې شخړې رامنځته کوي. د کابل اوسېدونکي خان زمان ازادي راډیو ته ویلي، کله ناکله دوکاندار زوړ نوټ ورکوي، خو هماغه پیسې چې ټکسيچلوونکي یا بل پلورونکي ته وسپارل شي، نه یې مني.
په جلالاباد کې د خوراکي توکو پلورونکی عبدالمجید وايي، ځینې پېرېدونکي دومره زاړه نوټونه راوړي چې د ده په خبره، د لیکنو لوستل پرې هم ستونزمن وي. نوموړی زیاتوي، پلورونکي اړ کېږي دا پیسې واخلي، خو وروسته یې له نورو مشتریانو سره د بیا کارولو پر مهال ستونزې پیدا کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په تېرو کلونو کې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او د نویو نوټونو د چاپ په اړه د اقداماتو اعلانونه کړي دي. سره له دې، د خلکو شکایتونه ښيي چې زاړه بانکنوټونه لا هم په پراخه کچه په بازارونو کې لاس په لاس کېږي او د بشپړ راټولېدو بهیر یې د دوی له نظره اغېزمن نه دی تمام شوی.
یو شمېر افغانان وايي، یوازې د زړو پیسو بدلول د ستونزې د تلپاتې حل لپاره بسنه نه کوي، بلکې باید د نغدو پیسو ترڅنګ برېښنايي تادیات هم عام شي. د کابل اوسېدونکي رحمانالله ویلي، که پېرېدونکي وکولای شي د موبایل یا کارت له لارې د دوکان حساب ته پیسې ولېږي، نو د بانکنوټونو د پرلهپسې لاس په لاس کېدو او ژر خرابېدو کچه به راکمه شي.
په افغانستان کې د برېښنايي تادیاتو لپاره د «AF-PAY» په نوم سیستم له څو کلونو راهیسې فعال دی او د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې د هغه د لا پراختیا خبرونه هم خپاره شوي دي. د افغانستان بانک ویلي چې د تادیاتو د ډیجیټلي کولو بهیر په تدریجي ډول پراخوي او هڅه کوي د فزیکي پیسو پر ځای د برېښنايي کارتونو کارول زیات شي.
خو خلک وايي، د دې سیستم کارتونه لا په ټولو ورځنیو خدمتونو کې د کارونې وړ نه دي، ځکه ډېر دوکانونه او بازارونه د «POS» ماشینونه نه لري. د کابل اوسېدونکي زینالله غوښتنه کوي چې دغه وسایل باید له بانکونو او دولتي ادارو څخه بازارونو او دوکانونو ته وغځول شي، څو خلک وکولای شي په اسانه له نغدو پیسو پرته پېرود وکړي.
خلک له مسوولانو غواړي چې د زړو افغانۍنوټونو د راټولولو بهیر جدي او منظم کړي او په بازارونو کې د سالمو پیسو موجودیت یقیني کړي. د دوی په باور، هغه بانکنوټ چې یو کس یې د قانوني پیسو په توګه اخلي، باید د بل کس په لاس کې د نه منل کېدونکي کاغذ په توګه پاتې نه شي.