د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
یو ملت. یوه مینه.خبرونه · کلتور · کرکټ
کورپاڼه پښتو شعرونه

د بیلتانه په توقیف کې

انځور پاڼه

ما محکمې ته معرفي کړه بیا مې مه راپرېږده

ځان څارنوال اوهم قاضي کړه بیا مې مه را پرېږده

د بیلتانه توقیف کې نه شم اوسیدلی نور زه

نن فیصله پر ما حتمي کړه بیا مې مه را پرېږده

پرېږده چې پروت وم ستا د مینې زندانونو کې تل

هلته مې ښه کوټه قلفي کړه بیا مې مه را پرېږده

چې رقیبان او غمازان مې نندارې  ته راشي

د زړه محبس کې مې بندي کړه بیا مې مه راپرېږده

په ورځ کې سل ځله کرېنډونه راکوه د مینې

خو په سروشونډو مې راضي کړه بیا مې مه راپرېږده

د بنګړو شور راته کوه خوب ته مې مه پرېـږه ده

پدې باڼو مې چارماري کړه بیا مې مه را پرېږده   

نه دې وکیل غواړم او نه هم شکایت کومه

د عمر قید پر ما جاري کړه بیا مې مه را پرېږده

قاتلې سترګې دې پایرې راباندې ودراوه

ظالمې ښه مې جزایي کړه بیا مې مه را پرېږده

نه مې برأت پکار نه بله محکمه غواړمه

په تورو زلفو مې پانسي کړه بیا مې مه راپرېږده

 

عثمان رسولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *