د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
یو ملت. یوه مینه.خبرونه · کلتور · کرکټ
کورپاڼه ویډیو

آیا طالبان به پوځي نظم او دسپلین رامنځته کړي؟

انځور پاڼه

د طالبانو د حاکمیت نیږدې څلور میاشتې په پوره کیدو دي خو طالبانو لا هم خپلو سرتیرو ته ځانګړی پوځي لباس نه دی غوره کړی او نه یې هم د نظم او پوځي ډسپلین په برخه کې ګړندي اقدامات کړي دي. افغانان هم له دې ستونزې سرټکوي او وايي چې دوی نه شي کولی د عادي کسانو او د حکومتي پوځيانو ترمنځ فرق وکړي. د آشتي په خپرونه کې د طالبانو د جنګیالیو پوځي نظم او همدا راز د پوځي یونیفورم پر موضوع له خپلو میلمنو سره بحث کوو. تاسې هم کولئ شې چې د موضوع په هکله خپلې پوښتنې او نظرونه له موږ سره د تبصرو په برخه کې شریک کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *